محمد یوسف کارګر د منځنۍ اسیا د فدراسیون د مرستیال په توګه ټاکل شوی
ثور 13, 1402 18:06 Asia/Kabul
د افغانستان د فوټبال فدراسیون رئیس محمد یوسف کارګر د منځنۍ اسیا د فوټبال فدراسیون د مرستیال په توګه دنده پیل کړه.
د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبه کې په ترسره شوو ټاکنو کې ښاغلی کارګر د منځنۍ اسیا د فدراسیون د مرستیال په توګه ټاکل شوی.د افغانستان د المپیک ملي کمیټې اعلان کړی چې دغه ټاکنې د اسیا د فوټبال فدراسیون د رئیس شیخ سلمان په شتون کې ترسره شوې.په دې غونډه کې د نړیوال فوټبال چارواکو هم شتون درلود.په دغو ټاکنو کې د افغانستان، ایران، قرغیزستان، تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان استازو برخه اخیستې وه.