د پاکستان پوځ د تحریک طالبان د ۷ غړو د نیولو خبر ورکړی
ثور 13, 1402 18:00 Asia/Kabul
د پاکستان پوځ په میرانشاه کې د دغه هېواد د تحریک طالبان د اوو غړو د نیولو ادعا کړې ده.
د دغې ادارې رسنیز دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه کسان پرون په شمالي وزیرستان کې د یوه کمین په ترڅ کې نیول شوي دي.ويل کيږي چې دغه کسان په ميرانشاه کې د سيد خان په نوم د وسله والو طالبانو د يوه سيمه ييز قوماندان تر قوماندې لاندې دي.د پاکستان د پوځ یوه افسر د نوم نه ښودلو په شرط ویلي چې د سید خان ډله په دوه زره دیارلسم کال کې افغانستان ته تللې وه او د تېر کال راهیسې یې په شمالي وزیرستان کې فعالیت پیل کړ.د تحریک طالبان پاکستان په نامه ډلې د پاکستاني پوځ د دغې ادعا په اړه څه نه دي ویلي.