ثور 13, 1402 17:57 Asia/Kabul
  • سوريې ته د ایران د ولسمشر سفر،  آیت الله رئیسي نن د دمشق پر هوايي ډګر کښته شو

د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر یو ساعت وړاندې د یوه لوړ پوړي سیاسي او اقتصادي پلاوي په مشرۍ د سوریې پلازمینې دمشق ته ورسید چې دا په څوارلس سوه دوه یم کال کې د سید ابراهیم رئیسي لومړنی بهرنی بلل شوی دی.

همداراز د ایران ولسمشر پرون ماښام سوریې ته د خپل سفر پر مهال ویلي وو چې ایران او سعودي عربستان په سیمه کې دوه نفوذ لرونکي او اغېرناک هیوادونه دي.سید ابراهیم رئیسي ټینګار کړی چې د تهران او ریاض د اړیکو غښتلي کول به د سیمې په ګټه وي خو داسې ښکاري چې دښمنان د دغو اړیکو له امله ډېر په غوسه دي ، په تېره بيا صهيونېستي رژيم له دغې مسئلې څخه ډېر اندېښمن دی، ځکه چې د تفرقې او بېلولو سياست يې ناکام شوی دی.ښاغلی رئیسی ویلي دي چې د یمن او لبنان په ګډون د سیمې د کړکېچونو پر وړاندې د ایران تګلاره د خلکو رایو پورې تړلې ده او د دغو هیوادونو وګړي باید د خپل برخلیک په اړه خپله پریکړه وکړی.د ایران ولسمشر همدارنګه ویلي چې د شرم الشیخ، اوسلو او کیمپ ډیویډ په څېر معاهدو ونه شو کړی چې صهیونیستي رژیم ته امنیت راولي، اوس دغه موضوع د فلسطین د مقاومت د ځواکونو په لاس کې ده نه د سیاسی خبرو اترو په مېز کې.هغه دا هم ویلي، چې تهران له نورو هېوادونو سره د سوریې د اړیکو د ټینګېدو هرکلی کوي. د ایران او سوریې اړیکې ستراتیژیکې او مهمې دي او دوام به ومومي او سوریې ته زما سفر د دغو اړیکو د ټینګښت او پراختیا له پاره دی.

تگ