ثور 13, 1402 17:50 Asia/Kabul

د سه شنبې په ورځ د طالبانو د انرژۍ او اوبو وزارت خبر ورکړی دی چې په افغانستان کې د څښاک د اوبو د رسولو په برخه کې یې یو هوکړه لیک لاسلیک کړی دی.

دغه هوکړه لیک د افغانستان خلکو ته د څښاک د پاکو اوبو د برابرولو په موخه د ډنمارک د همکاريو له انستيتوت سره لاسليک شوی.د طالبانو د انرژۍ او اوبو وزارت معین مجیب الرحمن عمر اخندزاده دغه هوکړه لیک په افغانستان کې د ډنمارک د همکارۍ د موسسې له مشرې جویس لیگلش سره په کتنه کې لاسلیک کړی.دغه طالب چارواکي ویلي، چې د افغانستان د اوبو مدیریت د نړیوالې ټولنې په ځانګړې توګه په تخنیکي برخو کې همکارۍ ته اړتیا لري.د طالبانو د انرژۍ او اوبو وزارت پخوا ویلي وو چې په کابل او کندهار ولایتونو کې د نفوسو ډېروالي د څښاک د اوبو د تقاضا د ډېروالي لامل شوی دی.طالبانو د دغه هوکړه لیک د وخت او لګښت په ګډون د جزئیاتو په اړه څه نه دي ویلي.

تگ