ثور 13, 1402 17:46 Asia/Kabul

په بامیان کې د طالبانو د والي د رسنیو دفتر ویلي چې د دغه ولایت په جلال غونډۍ سیمه کې به د غارونو اوسیدونکو لپاره د استوګنې یوه سیمه جوړه شي.

د طالبانو د کډوالو او راستنیدونکو چارو امریت ویلي دي چې دغه د استوګنې سیمه به د څه باندې یو سل او څلوېښت غار اوسیدونکو لپاره جوړه شي او د هر کور د جوړولو لګښت څلور زره امریکايي ډالره اټکل شوی دی.د دې پروژې د جوړولو بودیجه د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې له خوا ورکول کېږي.د دې پروژې کار پرون د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ د مرستيال ګيلان تريګس او د طالبانو د سيمه ييزو چارواکو له خوا پرانيستل شو.اوسمهال لسګونه کورنۍ د باميانو په مرکز کې د بودا مجسمو شاوخوا په غارونو کې له روغتيايي او نورو اسانتياوو پرته په نمجنو ځايونو کې ژوند کوي.

تگ