د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت: له طالبانو سره د خبرو لپاره پر یوه "معتبر بهیر" ټینګار کوو
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت معینې ویلي، هېواد یې په افغانستان کې له طالبانو سره د خبرو لپاره پر یوه معتبره بهیر ټینګار کوي.
حنا رباني کهر د ملګرو ملتونو له عمومي منشي انتونیو ګوتریش سره په لیدنه کې ویلي، اسلام اباد له طالبانو سره د نړیوالې اجماع پر بنسټ پر مثبتو خبرو ټینګار کوي.د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په خپله رسمي ټویټر پاڼه لیکلي چې د افغانستان په اړه د دغه هېواد پالیسي دا ده چې د افغانانو بېړنۍ او سملاسي اړتیاوې پوره کړي او په دغه هېواد کې دوامداره اقتصادي فرصتونه رامنځته کړي.دغه ادارې د حنا رباني کر له قوله لیکلي، چې نوموړې د یو شمېر هېوادونو له استازو سره په لیدنه کې ویلي، چې نړیواله ټولنه باید په افغانستان کې د اقتصادي کړکېچ د حل لپاره یوې فکري اجماع ته ورسېږي.دغې ادارې ویلي دي چې ټینګار کړی دی چې له طالبانو سره ډېر تعامل به د افغانستان او د سیمې د هېوادونو په ګټه وي خو دا تعامل باید د یوې نړیوالې پرېکړې له مخې ترسره شي او هيڅ هېواد په ځانګړې توګه نه شي کولای چې له طالبانو سهر اړیکې ټينګې کړي.پاکستان د هغو هېوادونو په ډله کې دی چې ویل کېږي له طالب مشرانو سره نږدې اړیکې لري.