د افغانستان کړکیچ د سیمې او د ملګرو ملتونو په ملاتړ حل کېدلی شي
ثور 13, 1402 17:39 Asia/Kabul
حسن کاظمي قمي له انتونیو ګوتېرېش سره په کتنه کې: د افغانستان کړکیچ د سیمې او د ملګرو ملتونو په ملاتړ حل کېدلی شي.
په کابل کې د ایران ځانګړي استازي او سفیر حسن کاظمي قمي د دوحې د ناستې په څنډه کې د ملګرو ملتونو له سرمنشي انتونیو ګوتریش سره په لیدنه کې ويلي چې د افغانستان کړکېچ یوازې د سیمې د هېوادونو او د ملګرو ملتونو په ملاتړ حل کېدلای شي.