په دوحه کې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د غونډې پای
ثور 13, 1402 17:35 Asia/Kabul
ګوتېرېش: د افغانستان په اړه د یوې نړیوالې تګلارې په لټه کې یو.
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش د دوحې د غونډې په پای کې ویلي چې دا غونډه نه د طالبانو په رسمیت پېژندلو لپاره نه، بلکې د افغانستان په اړه د یوې نړیوالې تګلارې د رامنځته کولو لپاره جوړه شوې وه. دا غونډه د افغانستان په اړه د تړلو دروازو تر شا د ملګرو ملتونو په کوربه توب جوړه شوې وه او د بېلابېلو هېوادونو د ځانګړو استازو ګډون په کي کړی وو.