په کابل او یو شمېر نورو ولایتونو کې زلزله شوې
ثور 13, 1402 17:32 Asia/Kabul
د امریکا د ځمکپېژندندې ادارې د دغې زلزلې شدت د ریښتر په کچه پنځه اعشاریه درې ښودلی او مرکز یې بدخشان ولایت یاد شوی دی.
د امریکا د ځمکپېژندندې ادارې د دغې زلزلې شدت د ریښتر په کچه پنځه اعشاریه درې ښودلی او مرکز یې بدخشان ولایت یاد شوی دی. دغه سازمان زیاته کړې، چې دغه زلزله د یو سل او درې نوي کیلومترو په ژوروالي کې شوې ده.تر اوسه د دغې زلزلې له امله د اوښتو زیانونو په اړه جزیات نه دي خپاره شوي.تېره میاشت هم د کابل په ګډون یو شمېر و لایتونه نسبتا زورورې زلزلې لړزولي وو چې د افغانستان په ګډون په ځينو نورو هېوادونو کې هم احساس شوې وه.