فرزاد منصوري په اروپا کې د نړیوالو کلبونو په سیالیو کې د سرو زرو مډال ګټلی
د افغانستان د تکواندو پخواني ملي لوبغاړي فرزاد منصوري په اروپا کې د نړیوالو کلبونو په سیالیو کې د سرو زرو مډال ګټلی.
په دغو سیالیو کې چې د بلغاریا په صوفیا ښار کې ترسره شوې، منصوري د بلغاریا، اوکرایني، اذربایجاني او ترکي سیالانو سره مخامخ شو.
زموږ د هېواد د تکواندو پخواني ملي اتل په سیالیو کې څلور د سرو زرو، څلور د سپینو زرو او یو د برونزو مډالونه خپل کړي دي.
وروسته له هغه چې طالبانو په هېواد کې واک تر لاسه کړ، منصوري ابوظبۍ ته ولېږدول شو او له هغه ځایه څخه بریتانیا ته ولاړ.
د بریتانیا د تکواندو ملي سازمان خبر ورکړی چې فرزاد منصوري په بلغاریا کې د سرو زرو مډال ګټلی او ویلي یې دي چې د یوه کډوال په توګه به اذربایجان ته د تکواندو په نړیوالو سیالیو کې د ګډون لپاره ولاړ شي.
ټاکل شوې دغه سیالۍ د دوه زره درویشتم کال د می له نهه ویشتمې څخه د جون تر شپږمې پورې په باکو کې ترسره شي.