په یو شمېر ولایتونو کې د باران ورېدو او سېلابونو د راوتلو خبرداری
ثور 11, 1402 18:26 Asia/Kabul
د هېواد د هوا پېژندنې ادارې يو ځل بيا د هېواد په څوارلسو ولايتونو کې د سختو بارانونو او سېلابونو د راتلو د احتمال خبر ورکړى دى.
دغه رياست په يوه خبرپاڼه کې ويلي، چې نن او سبا په نورستان، کونړ، لغمان، ننګرهار، لوګر، پکتيا، خوست، ميدان وردګو، غزني، دايکنډي، باميان، ارزګان، کندهار او هلمند ولايتونو کې د سختو ورښتونو امکان شته.
دغه رياست چارواکو په يادو ولايتونو کې د بارانونو وړاندوينه هم کړې او ويلي يې دي چې په دغو ځایونو کې د باران کچه د لسو څخه تر پنځه ویشتو ملي مترو پورې اټکل شوې ده.
د مناسبو زیربناوو نه شتون او د هېواد په ډېری سیمو کې جغرافیايي محدودیتونه ددې لامل شوي دي چې د زياتو بارانونو په پایله کې په ولایتونو کې خلکو ته مالي او ځآني زیانونه واوړي.