پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت وايي چې په تېرو ۱۰ ورځو کې ۷ تنو په پنځو ولایتونو کې ژوند بایللی
پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت وايي چې په تېرو ۱۰ ورځو کې ۷ تنو په پنځو ولایتونو کې ژوند بایللی دی. د طالبانو د حکومت د پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت وايي، چې د ثور میاشتې له لومړۍ نېټې څخه تر اوسه پورې د هېواد په پنځو ولايتونو کې د اقليمي بدلون له امله په رامنځته شويو طبيعي پېښو کې اوو تنو خپل ژوند له لاسه ورکړى او لس نور ټپيان شوي دي.
د دغه وزارت ویاند شفیع الله رحیمي وايي، په تېرو لسو ورځو کې د میدان وردګو، پکتیکا، غزني، ننګرهار او کونړ ولایتونه د خونړیو پېښو شاهدان وو. هغه زياته کړې، چې په يادو ولايتونو کې يو شمېر څاروي او د خلکو د کرنيزو ځمکو حاصلات هم له منځه تللي دي.
د پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت وياند زياته کړې، چې تېر کال په ټول هېواد کې په طبيعي پېښو کې له زرو ډېر کسان مړه او دوه زره نور ټپيان شوي دي.
هغه د څلوېښت زرو څخه د استوګنې د ډېرو کورونو د بشپړ او جزوي ویجاړېدا او د نوي زرو څارویو د له منځه تللو خبر هم ورکړی دی.
رحيمي په هېواد کې د اقليمي بدلون له امله د رامنځته شويو ګواښونو په اړه د اندېښنې په څرګندولو سره زياته کړې چې له مرستندويه هېوادونو يې وغوښتل چې په افغانستان کې د طبيعي پېښو د زيانونو د کمولو په برخه کې پر خپلو ژمنو عمل وکړي