اسلام اباد ته د امیرخان متقي د سفر شونتیا
د ځینو ډیپلوماتیکو سرچینو په وینا، په پام کې ده چې د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي روانه اونۍ پاکستان ته سفر وکړي.
ویل کیږي چې دا سفر به د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر بلاول بوټو زرداري په بلنه ترسره شي.
د دغه سفر د لامل او د اجنډا په اړه يې لا هم معلومات نه دي خپاره شوي.
پاکستان په وروستیو میاشتو کې له سخت اقتصادي کړکېچ سره مخ شوی دی
دغه هېواد تردې وړاندې د امنيتي ګواښونو د کمولو په خاطر د طالبانو له حکومت څخه غوښتنه کړې وه چې د پاکستان له تحریک طالبان سره خبرې وکړي
له بلې خوا په قطر کې د ملګرو ملتونو د غونډې په ترڅ کې دوحې ته د امیرخان متقي د سفر د شونتیا په اړه هم ځینې ناتایید شوي راپورونه خپاره شوي دي.
د دغه سفر موخه د دې ناستې په څنډه کې د بېلابېلو هېوادونو له چارواکو او استازو سره دوه اړخیزې لیدنې کتنې دي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي