ثور 06, 1402 10:49 Asia/Kabul

د ايران د بهرنيو چارو وزارت: دغه کسانو او بنسټونو باندي مو د ترهګرو د ملاتړ له امله بنديزونه لګولي.

دغه وزارت يوې ويناپاڼه کې ويلي چې دوی د اروپا او بريتانيا پر يو شمير شخصيتونو او بنسټونو باندې بنديزونه لګولي دي.

دې ويناپاڼه کې ليکل شوي چې د ايران د بهرنيو چارو وزارت د بنديزونو د قواعدو پر اساس پر دغو کسانو او بنسټونو باندې د ترهګرو د ملاتړ، د ايران د خلکو پر وړاندې تاوتريخوالي او ترهګرۍ ته د خلکو د هڅولو او پر ايرانيانو باندې لګول شويو بنديزونو کې د لاس درلودلو له امله لګول شوي دي.

د ایران اسلامی جمهوریت د اروپایی اتحادیې او بريتانيا د اقداماتو له غندلو سره سره ويلي چې د اروپا او بريتانيا لخوا څخه لګول شوي ظالمانه بنديزونه د ملګرو ملتو په منشور کې د نړیوالو قوانینو له اساسي اصولو څخه ښکاره سرغړونه ده.

 

تگ