ثور 06, 1402 10:44 Asia/Kabul

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت ويلي چې دوی هڅه کوي چې خصوصي سکټور د ټرانسپورټ په برخه کې پانګونې ته وهڅوي.

د دې وزارت مسوولينو ويلي چې د ټرانسپورټ د سنټډرډ کولو په موخه هڅې پيل شوې دي او په وينا يې د ټول هېواد په کچه په دې برخه کې پانګونې کولو ته ښه زمينه برابره شوې ده.

دوی ويلي چې خصوصي سکټور کولای شي چې د ټرانسپورټ په برخه کې پانګونه وکړي.

دوی ويلي چې اوس مهال تر بل هر وخت زيات په دې برخه کې پانګونې کولو ته زمينه برابره شوې ده.

عيني وخت کې د خصوصي سکټور يو شمير غړو هم ويلي چې د ټرانسپورټ په برخه کې يې په معياري ډول د پانګونې کولو لړۍ پيل کړې ده.

د اقتصادي چارو څارونکي پر دې باور دي چې د ټرانسپورټ او هوايي چلند په برخه کې د پانګونې له کېدلو سره سم د دې وزارت عوايدو کې زياتوالی راتللی شي او زرګونو کسانو ته د کار کولو زمينه هم برابرېدلای شي.

 

تگ