کابل ښاريانو د اختر شپې ورځې په امن کې تېرې کړې
ثور 06, 1402 10:40 Asia/Kabul
د کابل اوسېدونکو ويلي چې د اختر شپې او ورځې يې د امن په فضا کې تيرې کړې دي او دوی هيله لري چې تلپاتی امن تامين شي. په ورته وخت کې امنيتي چارواکو ويلي چې دوی خپلو دندو ته ژمن دي او هيچا ته هم د امنيت د ګډوډولو اجازه نه ورکوي.