ثور 06, 1402 10:35 Asia/Kabul

د افغانستان په چارو کې د ایران ځانګړي استازي کاظمي قمي ویلي دي چې روان کال کې د هملند د سيند له اوبو څخه د ايران حقابه راکول کېږي.

د افغانستان په چارو کې د ايران د ولسمشر ځانګړي استازي او کابل کې ددې هېواد سفير حسن کاظمي قمي ويلي د اوبو هغه بند چې په سيمه کې د امريکا د اشغال پر مهال جوړ شوی وی، هغه بند د اوبو د انحراف لامل شوی دی.

نوموړي ويلي چې دا کار د دواړو هېوادونو تر منځ د ستونزو د ډيرېدلو په موخه شوی وو او په وينا دا کار په تېرو دوو کلونو کې نه دی شوی، بلکې پخوا شوی وو.

د افغانستان په چارو کې د ايران د ولسمشر ځانګړي استازي ويلي چې هغه هڅې چې له تېرو څو مياشتو راهيسې د دواړو هېوادونو د چارواکو لخوا څخه شوې دي، له هغو څخه داسې ښکاري چې ممکن روان کال کې د هلمند د سيند اوبه ايران ته ور خوشې کړل شي.

د قمي په وينا له طالبانو سره د ايران د اسلامي جمهوريت تعامل د هلمند معاهدې پورې اړه لري.

 

تگ