ثور 06, 1402 10:03 Asia/Kabul

عبدالسلام حنفي: افغانستان له ټولو دولتونو سره د اړېکو د ډېرېدا غوښتونکی دی.

عبدالسلام حنفي له جهاد ارګينای سره د لیدنې پر مهال ويلي چې افغانستان له ټولو نړيوالو هېوادونو سره د اړيکو د زياتوالي غوښتونکی دی.

د نوموړي په وينا اوس مهال په افغانستان کې پانګونې ته زمينه مساعدعه شوې ده او د دوی حکومت د ټولو بهرنيو پانګوالو په ځانګړي توګه د ترکي پانګوالو او سوداګرو هر اړخيزه ملاتړ کوي.

په کابل کې د ترکيې سفير د افغانستان له سرپرست حکومت د ترکيې اړيکې ښې بللې دي او ويلي يې دي چې د ترکيې حکومت د افغانستان د سرپرست حکومت او نړۍ د اړيکو د زياتوالي په برخه کې هڅه کوي.

نوموړي ويلي چې د دوی د هېواد پانګوال او سوداګر په افغانستان کې د سوداګرۍ او صنعت په برخه کې او همدارنګه د کانونو د استخراج په برخه کې پانګونې کولو ته ډير زيات لېواله دي.

ارګينای ويلي چې که څه هم د ترکيې ملت او حکومت وروستۍ زلزلې سخت ځپلی دی، خو بيا هم چمتو دي چې له افغانانو سره بشري مرستو کولو ته دوام ورکړي.

 

تگ