سوریه: امریکا دې په سوریه کې له ترهګرو ډلو او بیلتون غوښتونکو ډلو ملاتړ پرېږدي
دسوریې د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیانیه کې ویلی چې امریکا باید په سوریې کې له ترهګرو ډلو او بیلتون غوښتونکو ډلو ملاتړ بند کړي.
دسوریې د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیانیه کې ویلی چې امریکا باید په سوریې کې له ترهګرو ډلو او بیلتون غوښتونکو ډلو ملاتړ بند کړي.
دغه بنسټ ویلي دي چې دمشق له واشنګټن څخه غواړي چې ژر تر ژره له سوریې ووځي او د دغه هېواد د ځینو برخو اشغال پای ته ورسوي.
په دې خبرپاڼه کې راغلي؛ هغه امریکايي ځواکونه چې په ناقانونه توګه په سوریه کې مېشت دي په وروستیو اونیو کې له دغه هېواد څخه د تېلو قاچاق ته دوام ورکوي او د دغه هېواد سرچینې غلا کوي.
د سوریې د بهرنیو چارو وزارت همدرانګه ویلي چې امریکا باید د دغه هېواد له خلکو سره د شوي ظلم تاوان ورکړي.
د امریکا پوځ دا مهال د سوریې په شمال او شمال ختیځو سیمو او د دیر الزور، حسکا او رقه په ولایتونو کې ځای پر ځای دي.
هغه سیمې چې د سوریې د تېلو او ګازو تر ټولو سترې زېرمې پکې موقعیت لري.
دمشق مخکې هم ویلي وو چې امریکا د دغه هېواد د تیلو او ګازو زیرمې غلا کوي.