روسیه: د جرمني شل ډيپلوماتان به له روسيې وویستل شي
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د جرمني د اقدام په غبرګون کې به د دغه هېواد شل ډیپلوماټان وباسي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د جرمني د اقدام په غبرګون کې به د دغه هېواد شل ډیپلوماټان وباسي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا ویلي، چې دا اقدام یې د روسیې پر وړاندې د جرمني د پرېکړې په غبرګون کې کړی دی.
مخکې ویل شوي وو چې برلین پر هغه پلان کار کوي چې پکې، د روسيې ډیپلوماتانو ډله ایز اخراج باندې تمرکز شوی.
د هغو روسي ډیپلوماتانو د شمېر په اړه چې له آلمان څخه ایستل کېږي، جزیات نه دي ورکړل شوي.
خو د جرمني حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
له دې سره; مسکو په دې برخه کې اقدام کړی او ویلي چې ډېر ژر به شل جرمني ډیپلوماتان له دغه هېواده وباسي.
روسیې د دغو کسانو د نومونو، د هغوی د ځای او د کار د ځایونو په اړه څه نه دي ویلي.
د مسکو او برلین ترمنځ اړیکي د دوه زره او دوه ویشتم کال د فبرورۍ په څلرویشتمه د اوکراین د جګړې له پیل راهیسې سخت ترینګلي شوي دي.