ثور 04, 1402 10:12 Asia/Kabul

په افغانستان کې د امریکا پخواني سفیر د دغه هېواد پر تګلارې نیوکه کړې او ویلي چې واشنګټن باید له طالبانو سره په بشپړه توګه اړیکې پرې نه کړي.

په افغانستان کې د امریکا پخواني سفیر د دغه هېواد پر تګلارې نیوکه کړې او ویلي چې واشنګټن باید له طالبانو سره په بشپړه توګه اړیکې پرې نه کړي.

رونالډ نیومن ویلي، چې د طالبانو پر وړاندې د امریکا اوسنی درېځ به د دغه هېواد وضعیت ته زیان واړوي او دا ډول سیاست باید عملي نه شي.

هغه ټینګار کړی چې امریکا د افغانستان پروړاندې کوم مسئولیتونه چې درلودل هغه یې نه دي ادا کړي او دا کار د پخواني نطام د سقوط لامل شو، خو اوس باید تېرې تېروتنې تکرار نه کړي.

نیومن ویلي چې، طالبان اوس په افغانستان کې یو عیني واقعیت دی او په ځانګړې توګه د افغانستان ګاونډیو هېوادونو دا مساله منلې او له هغوی سره یې په نرم او محتاط ډول اړیکه لري.

نوموړي دغه راز د ملګرو ملتونو د غونډې په اړه چې په دوحه کې د افغانستان په اړه جوړېږي؛ ویلي، په دې اړه سم تفسیر نه دی شوی او له همدې امله یې د محتوا مختلف تعبیرونه شوي دي.

دغه پخواني امریکايي ډیپلومات له افغانستانه د امریکا وتل "ناوړه" بللی او ټینګار یې کړی چې باید ترې عبرت واخیستل شي.

 

تگ