په تخار ولایت کې په خپلمنځي جګړه کې د طالبانو درې غړي وژل شوي دي
د طالبانو امنیتي چارواکو تایید کړې چې دغه درې طالبان د درقد ولسوالۍ په اکبر خان سیمه کې په نښته کې وژل شوي دي.
په تخار ولایت کې د طالبانو امنیتي سرچینې وايي چې په خپلمنځي جګړه کې د دغې ډلې درې غړي وژل شوي دي.
د طالبانو امنیتي چارواکو تایید کړې چې دغه درې طالبان د درقد ولسوالۍ په اکبر خان سیمه کې په نښته کې وژل شوي دي.
ويل کېږي چې دغه تاوتريخوالى وروسته له هغه رامنځته شو چې په دې ولسوالۍ کې د طالبانو د تروريزم د څانګې مرستيال طورخان، په يوه جومات کې له خپلو سرتېرو سره خبرې کولې او د رخصتیو په اړه یې بحث درلود.
د طالبانو سرچینو ویلي، چې طوره خان وژل شوی او هغه کس چې پر ده یې ډزې کړې او یو بل کس هم په ځوابي ډزو کې وژل شوی دی.
دا پېښه په داسې حال کې کېږي چې د تېر کال په کب میاشتې کې په بامیانو ولایت کې د طالبانو د اټومي انرژۍ مشر په خپل دفتر کې په خپلمنځي شخړه کې ووژل شو.