حمل 23, 1402 17:25 Asia/Kabul

د ليوويل سيمې د پوليسو د ادارې مرستيال ويلي چې تر ډزو درې دقيقې وروسته پوليس سيمه ته ورسېدل او سيمه کې يې له بريد کوونکي سره جګړه پيل کړه، نوموړي ويلي چې د پوليسو په ډزو کې بريد کوونکی وژل شوی دی

د امريکا د ليوويل سيمه په يو بانک کې د ډزو له امله يوولس کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د کنتاکي ايالت پوليسو ويلي چې ددغو ډزو له امله پنځه کسان وژل شوي دي او شپږ نور ټپيان شوي دي.

پوليسو ويلي چې دا بريد ددغه بانک يو پخواني کارکوونکي کړی دی.

د ليوويل سيمې د پوليسو د ادارې مرستيال ويلي چې تر ډزو درې دقيقې وروسته پوليس سيمه ته ورسېدل او سيمه کې يې له بريد کوونکي سره جګړه پيل کړه، نوموړي ويلي چې د پوليسو په ډزو کې بريد کوونکی وژل شوی دی

د يادولو وړ ده چې دې پيښه کې دوه پوليس هم ټپيان شوي دي.

 

تگ