د نيوجرسي ايالت د يو جومات پر ملا امام د سهار د لمانځه ادا کولو پر مهال بريد شوی
حمل 23, 1402 17:22 Asia/Kabul
د امريکا نيوجرسي ايالت کې د يو جومات پر ملا امام د سهار د لمانځه ادا کولو پر مهال بريد شوی او له امله يې سخت ټپي شوی دی.
د سي اين اين شبکې ويلي چې بريد کوونکی نېول شوی، خو د بريد انګيزه لا هم نده معلومه.
ويل کېږي چې پر دې جومات باندي د بريد پر مهال دوه سوه کسانو جومات کې لمونځ کوی.
ددې جومات وياند ويلي چې له بريد کونکي سره چاقو ورسره وو او غوښتل يې چې پر نورو لمونځ کوونکي باندي هم بريد وکړي.
د يادولو وړ ده چې ددې جومات ملا امام سخت ټپي شوی دی او روغتون ته بېول شوی دی.
دا په داسي حال کې ده چې په دې وروستيو کې د امريکا په بېلابېلو ايالتونو کې وسلوالې نښتې او بريدونه زيات شوي دي.