د پاکستان په بلوچستان ايالت کې د پوليسو پر موټر د ماين چاودنه شوې ده
د پاکستان د بلوچستان ايالت د کويټې ښار په کندهاري بازار کې د پوليسو پر موټر باندي د ماين چاودنه شوې ده او له امله يې د دوو پوليسو په شمول څلور کسان وژل شوي او پنځلس کسان ټپيان شوي دي.
د پاکستان د بلوچستان ايالت د کويټې ښار په کندهاري بازار کې د پوليسو پر موټر باندي د ماين چاودنه شوې ده او له امله يې د دوو پوليسو په شمول څلور کسان وژل شوي او پنځلس کسان ټپيان شوي دي.
سيمه يیزو پوليسو ويلي چې دغې چاودنې کې د پوليسو د څېړنې د برخې يو افسر په نښه شوی وو.
چارواکو ويلي چې دې چاودنې کې ډيری ملکيان ټپيان شوي دي.
د کويټې ښار د سيمه يېزې ادارې وياند له خبريالانو سره د خبرو پر مهال ويلي چې دغې چاودنې کې دوه پوليس او دوه ملکيان وژل شوي دي.
ددې چاودنې مسووليت بلوڅ ازادۍ غوښتونکو منلی دی او ويلي يې دي چې دوی دا چاودنې له بلوڅانو سره د پوليسو د ناوړه چلند په غبرګون کې کړې ده.