په خوست ولايت کې د کرومايټ ډبرو د کان د کېندل کېدل
حمل 23, 1402 17:07 Asia/Kabul
د طالبانو سرپرست حکومت په خوست ولايت کې د کرومايټ ډبرو د کان د کېندل کېدلو خبر ورکړی دی.
د طالبانو سرپرست حکومت په خوست ولايت کې د کرومايټ ډبرو د کان د کېندل کېدلو خبر ورکړی دی.
خبرې سرچينو ويلي چې د خوست ولايت په ځاځيو ولسوالۍ کې د راخک منګي کان د استخراج قرارداد د تير کال په وروستيو کې د کانونو او پټروليم وزارت د مرستيال لخوا څخه لاسليک شو.
د سيمه يېزو سرچينو په وينا ددغه کان د يو ټن کرومايټ ډبرې د نهه زره او دوه سوه افغانيو په بدل کې استخراج کېږي.
د سرپرست حکومت په وينا په راتلونکو پنځو کلونو کې به ددغه کان د کېندل کېدلو له امله د حکومت خزانې ته اتلس ميليونه او شپږ سوه پنځوس زره افغانۍ جمع شي.
د يادولو وړ ده چې طالبانو د تير يو نيم کال په ترڅ کې د افغانستان په بېلابېلو ولايتونو کې د کانونو استخراج کولو ته مخه کړې ده.