حمل 23, 1402 17:02 Asia/Kabul

د طالبانو د ماليې وزارت ادارې مرستيال حمد الله زاهد په کابل کې د ايران د سفارت له مرستيال غلام رضا نجاري سره لېدلي دي.

د طالبانو د ماليې وزارت ادارې مرستيال حمد الله زاهد په کابل کې د ايران د سفارت له مرستيال غلام رضا نجاري سره لېدلي دي.

د سرپرست حکومت د ماليې وزارت پر خپل ټويټر پاڼه ليکلي دي چې دواړو لوريو د اضافه مالياتو د مخنېوي او په ګمرکونو کې د اسانتياوو د رامنځته کولو په اړه هوکړه کړې ده.

دغه وزارت ليکلي چې دواړو لوريو افغان سوداګرو ته د اسانتياوو د رامنځته کولو په اړه هم هوکړه سره کړې ده.

عيني وخت کې حمد الله زاهد ددې ليدنې پر مهال باندي ټينګار کړی او ويلي يې دي چې د دوی حکومت د دوه اړخيزو همکاريو د زياتوالي لپاره له خپلو ټولو امکاناتو څخه ګټه اخلي او په وينا يې په دې برخه کې د هر ډول پرمتګ هرکلی کوي.

 

تگ