حمل 23, 1402 16:59 Asia/Kabul

د زابل سيمه يېزو چارواکو ويلي چې دې ولايت کې يې پر څلور څلوېښت جريبه ځکمه باندي کرل شوي کوکنار له منځه وړي دي.

د زابل سيمه يېزو چارواکو ويلي چې دې ولايت کې يې پر څلور څلوېښت جريبه ځکمه باندي کرل شوي کوکنار له منځه وړي دي.

دغو چارواکو ويلي چې دا کوکنار ددې ولايت په شينکۍ ولسوالۍ کې له نشه يې توکو سره د مبارزي اړوند چارواکو لخوا څخه له منځه وړل شوي دي.

ويل کېږي چې د زابل ولايت يو شمير نورو سيمو کې هم د کوکنارو د له منځه وړلو پروسه دوام لري.

د يادولو وړ ده چې کوکنارو د کرکيلې د بندېدلو په اړه د طالبانو د مشر تر اعلان وروسته طالب چارواکو په وارو وارو ويلي چې دوی د نشه يې توکو د مخنېوي په برخه کې جدي مبارزه کوي.

 

تگ