د ايران له زاهدان زندان څخه ۱۶افغانان بندیان خوشې شوي
د طالبانو سرپرست حکومت د ايران له زاهدان زندان څخه د شپاړلسو افغانانو د خوشي کېدلو خبر ورکړی دی.
د طالبانو سرپرست حکومت د ايران له زاهدان زندان څخه د شپاړلسو افغانانو د خوشي کېدلو خبر ورکړی دی.
د نيمروز د بهرنيو اړيکو د کميټې رئيس يارمحمد حقيار ويلي چې دا بنديان په تهران کې د افغانستان د سفارت د هڅو په ترڅ کې خوشي شوي دي.
نوموړي ويلي چې خوشي شوي بنديان د قانوني اسنادو د نه درلودلو له امله بنديان شوي وو.
دې چارواکي ويلي چې دغه بنديان تر خوشي کېدلو وروسته په نيمروز ولايت کې د بهرنيو چارو وزارت استازو ته سپارل شوي دي.
د يادولو وړ ده چې څو ورځې مخکې هم د زاهدان له زندان څخه اته ديرش بنديان خوشي شوي وو.
د طالبانو د سرپر ست حکومت او د ايران د حکومت تر منځ د شوې هوکړې پر اساس په پام کې ده چې ډير افغان بنديان د ايران له زندانونو څخه خوشي او د افغانستان سرپرست حکومت ته وسپارل شي.