هيڅ سيمه يېزه غونډه هم د طالبانو له استازو پرته اغيزمنه نشي ثابته کېدلای
حمل 23, 1402 16:52 Asia/Kabul
د طالبانو حکومت د سمرقند د غونډې په اړه غبرګون کې ويلي چې هيڅ سيمه يېزه غونډه هم د دوی له استازو پرته اغيزمنه نشي ثابته کېدلای
يو شمير طالب چارواکو د نوم نه ښودلو په شرط ويلي چې هره هغه غونډه چې د افغانستان او سيمه يېزو هېوادونو تر منځ د تعامل د زياتوالي په هدف جوړېږي، دوی يې د هغې غوڼډې هرکلی کوي.
دغو چارواکو ويلي چې دا د دوی حق دی چې د افغانستان په اړه جوړېدونکو غونډو کې ګډون وکړي او په وينا يې دا چې اوس طالبان پر ټول افغانستان واکمن دي، پر همدې اساس د افغانستان سياسي صحنې کې بل هيڅ بديل هم نشته چې دا ډول غونډو کې برخه واخلي او اغيزمن ثابت شوي.
په پام کې ده چې د وري پر شپږ ويشتمه نيټه د روسيې په شمول د افغانستان شپږ ګاونډي هېوادونه د سمرقند په کوربتوب د افغانستان په اړه غونډه وکړي.