تېره شپه ریال ماډریډ د ویاریال پروړاندې د دوه پر درې پایلې سره ماتې وخوړه
حمل 21, 1402 11:39 Asia/Kabul
د هسپانیې د لالیګا په اته ویشتمه اونۍ کې تېره شپه ریال ماډریډ د ویاریال پروړاندې د دوه پر درې په پایلې سره ماتې وخوړه.
کهکشانیانو په شپاړسمه دقیقه کې د مخالف لوبغاړي پاو توریس لخوا د خپل ګول په وهلو سره مخکښ شو. ویاریال په نهه دېرشمه دقیقه کې د سمویل چکوویز لخوا ګول ترسره کړ چې دواړه ټیمونه مساوي شوي د جامو خونې ته ولاړل. په دویمه نیمايي کې ریال ماډریډ ډېر ژر یو ځل بیا ګول ترسره کړ او دا ځل وینیشیوس جونیر په آته څلوېښتمه دقیقه کې په ګول سره د مخالفې لوبډلې دروازه پرانیستله.
د لوبې تر اویایمې دقیقې د ریال لوبډله ګټونکې وه، تر دې چې خوسه لوئیسمورالس د لوبډلې دویم ګول ترسره کړ او یو ځل بیا هرڅه مساوي شول. خو چوکووئزه د لوبې په اتیایمه دقیقه کې د مادرید کوربه لوبډلې ته دویم ګول وواهه چې د دې لوبډلې د پنځمې ماتې لامل شو.