پر سوریې د بریدونو د دوام په اړه صهیونیستي موقتي رژیم ته خبرداری
حمل 21, 1402 11:28 Asia/Kabul
د یمن د انصار الله غورځنګ مشر سید عبدالمالک الحوثي پر سوریې د بریدونو دوام په اړه د صهیونیستي موقتي رژیم ته خبرداری ورکړ.
د انصارالله خبري سایټ د دغه غورځنګ د مشر له قوله راپور ورکړی چې هغه هیله من دی چې په سوریې کې موجود وروڼه به د صهیونیستي دښمن پروړاندې د مقابلې ستراتیژۍ ته مخه کړي.
هغه همداشان ټینګار وکړ چې صهیونیستي دښمن باید پوه شي چې په سوریې کې د هرډول برید په مقابل کې د نیواک په سیمو کې دننه به ګوزار وویني.
د انصارالله مشر دوه ورځې مخکې په الاقصی جومات او په دغه سپېڅلي جومات کې د اعتکاف کوونکو پر وړاندې د صهیونیستیانو د تیریو په غندلو سره، دغه تیری د شیطاني کړنو په توګه وباله او وویل چې باید مخنیوی یې وشي.