په زرنج ښار کې د داعش ډلې پر یوه پټنځای عملیات شوي او د دغې ډلې ټول غړي وژل شوي
حمل 21, 1402 11:24 Asia/Kabul
د نیمروز ولایت سیمه ایز چارواکي وايي، چې په زرنج ښار کې یې د داعش ډلې پر یوه پټنځای عملیات کړي او د دغې ډلې ټول غړي یې وژلي دي.
د نيمروز ولايت د امنيې قوماندانۍ وياند مولوي ګل محمد قدرت ویلي چې دغه عمليات نن سهار څلور نیمې بجې د زرنج ښار په معصوم آباد سيمه کې پيل شول.
خو نوموړي نه دي ویلي چې په دې عملیاتو کې د داعش څومره شکمن غړي وژل شوي دي.
مولوي قدرت ویلي، چې جزئيات به وروسته له رسنيو سره شريک کړي.
په تېرو څو وختونو کې دا څوم ځل دی، چې امنیتي ځواکونه د داعش د غړو د پټنځایونو له پېژندلو وروسته د هغوی پر مورچلو بریدونه کوي او هغوی ته مرګ ژوبله اړوي.