حمل 21, 1402 11:08 Asia/Kabul

د ډبرو سکرو د صادروونکو ټولنه وايي، چې د تعرفې ډېروالي پاکستان ته د ډبرو سکرو صادرات کم کړي دي.

د ډبرو سکرو د صادروونکو ټولنې مشر ویلي چې، په تېرو شپږو میاشتو کې د ډبرو سکرو صادروونکي له سترو زیانونو سره مخ شوي دي.

د هغه په وينا، پاکستان ته د ډبرو سکرو صادرات دېرش سلنه کم شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د ډبرو سکرو د معیاري استخراج د جدي او دوامداره څار خبره کوي او په دې برخه کې د عوایدو د زیاتوالي په اړه خوښ دی.

د سرپرست حکومت د کانونو او پټرولیم وزارت د شمېرو له مخې، د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته، د دولت په خزانو کې څه باندې دوه ویشت میلیارده افغانۍ راټولې شوې دي، چې له دې جملې څخه ښايي له دیارلس تر پنځلس میلیارده افغانۍ یې د ډبرو سکرو له عوایدو وي.

 

تگ