حمل 21, 1402 11:02 Asia/Kabul

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي وايي، زموږ موخه دا ده چې افغانستان په ټرانزیټي مرکز بدل کړو.

متقي زياته کړې، چې په افغانستان کې د بهرنيو هېوادونو د لاسوهنو په تېرو شلو کلونو کې د دغه هېواد خلک ډېر زيانمن شوي او د سرپرست حکومت تګلاره دا ده، چې متوازن سياست رامنځته کړي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست وايي: موږ د هېواد د اقتصادې ودې هڅه کوو او زموږ موخه دا ده چې افغانستان د سیمې په یوه ټرانزیټي مرکز بدل کړو. په دې برخه کې موږ له چين او روسيې سره اړيکې او اقتصادي تعاملات زيات کړي دي

د متقي په وينا، چين ته د افغانستان صادرات د پام وړ زياتوالی لري.

دا په داسې حال کې ده، چې سرپرست حکومت تل د سیمې له هېوادونو سره پر تعامل ټینګار کړی دی.

 

تگ