حوت 27, 1401 10:45 Asia/Kabul

د افغانستان ساحلي فوټبال ملي لوبډله، د آسیا ساحلي فوټبال سیالیو په خپله لومړنۍ لوبه کې، له بحرین څخه ماتې وخوړه.

د افغانستان ساحلي فوټبال ملي لوبډله، د آسیا ساحلي فوټبال سیالیو په خپله لومړنۍ لوبه کې، له بحرین څخه ماتې وخوړه. افغانستان چې د الف په ډله کې لوبېږي، نن د څلور پر دوه د بحرین ډلې ته، لوبه پرېښوده. افغانستان په دې سیالیو کې د بحرین، ټایلنډ او عربستان له لوبډلو سره، په یوه ګروپ کې دی.دا سیالۍ له نن پنجشنبې څخه د آسیا د شپاړسو غوره لوبډلو په شتون سره په ټایلنډکې پیل شوې چې د مارچ تر شپږویشتمې به دوام ولري.افغانستان د شنبې په ورځ د کابل په وخت د مازدیګر په پنځه نیمو بجو، د ټایلنډ پروړاندې لوبه کوي.د مارچ په شلمه یعني د دوشنبې په ورځ هم له غرمې وروسته پر دوه نیمو بجو له عربستان سره لوبه لري.

تگ