حوت 27, 1401 10:36 Asia/Kabul

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت د افغانستان په چارو کې د امریکا د پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیل زاد څرګندونو ته غبرګون ښودلی دی.

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت د افغانستان په چارو کې د امریکا د پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیل زاد څرګندونو ته غبرګون ښودلی دی. د دې وزارت ویاندې ممتاز بلوچ ویلي چې پاکستان له هغه ستونزو سره د مقابلې لپاره چې ورسره مخ دی، د بل چا مشورې ته اړتیا نه لري. زلمي خلیل زاد دوه ورځې وړاندې د پاکستان د پخواني لومړي وزیر عمران خان د نیول کېدو لپاره د دې هېواد د پولیسو ګام تېروتنه یاده کړه. ده ټینګار کړی وو چې پاکستان باید هرڅومره ژر پارلماني ټاکنې ترسره کړي. ده په یوه ټوېټ کې لیکلي وو چې پاکستان له سیاسي، اقتصادي او امنیتي ناورین سره مخ دی او د عمران خان نیول دا ناورین لاهم ډېروي.خو د پاکستان دولت په ځواب کې ویلي چې ناغوښتې مشورې ته اړتیا نه لري.

تگ