حوت 27, 1401 10:31 Asia/Kabul

د ملګرو ملتونو ویاند تهران ته د دې سازمان د لوی منشي د ځانګړي استازي سفر مثبت ګڼلی او هیله څرګنده کړې چې د یمن سولې لپاره به مناسبه فضا رامنځته شي.

د ملګرو ملتونو ویاند تهران ته د دې سازمان د لوی منشي د ځانګړي استازي سفر مثبت ګڼلی او هیله څرګنده کړې چې د یمن سولې لپاره به مناسبه فضا رامنځته شي.

د ملګرو ملتونو د لوی منشي ځانګړي استازی هانس ګرانډ برګ د ایران د بهرنیو چارو له وزیر حسین امیر عبداللهیان سره په لیدنه کې، په یمن کې د سولې په تړاو د ملګرو ملتونو له هڅو د ایران اسلامي جمهوریت د ملاتړ غوښتنه کړې او ټینګار یې کړی چې دا سازمان د یمن سیاسي ناورین د حل لپاره جدي هوډ لري.حسین امیرعبداللهیان هم په دې لیدنه کې ویلي چې هېواد یې په یمن کې د سولې او ټیکاو رامنځته کولو په تړاو له هرډول خبرو هرکلی کوي. ده همدارنګه ټینګار کړی چې د ایران اسلامي جمهوریت د اوبند له دوام، د انساني کلابندۍ له لغوه کېدو او انساني موضوعاتو ته په کتو د یمن ناورین له سیاسي حل ملاتړ کوي.

تگ