ایران ته د صنعت او سوداګرۍ وزارت د چارسمبالي سفر مثبت ارزول شوی
حوت 27, 1401 10:25 Asia/Kabul
په کابل کې د ایران سفیر، ایران ته د سرپرست حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت د سرپرست سفر مثبت ارزولی دی.
په کابل کې د ایران سفیر، ایران ته د سرپرست حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت د سرپرست سفر مثبت ارزولی دی.
حسن کاظمي قمي، په یوه ټوېټ کې ویلي چې ایران ته د نورالدین عزیزي په سفر کې، د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو تعاملاتو ډېروالي په موخه ګټورې خبرې شوي دي.دکاظمي قمي په خبره، د خواف – هرات د وسپنې پټلۍ پرانیسته، په چابهار بندر کې د سوداګریزو فعالیتونو ډېروالی او په پوله ایزو اډو کې د ټرانزیټي ستونزو هوارول د دې سفر له اصلي موضوعاتو څخه دي.د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند له دې وړاندې ویلي وو چې یاد وزارت هڅه کوي ترڅو د ایران او افغانستان ترمنځ د سوداګرۍ کچه لس میلیارد ډالرو ته ورسوي.