حوت 27, 1401 10:20 Asia/Kabul

د ملي دفاع وزارت ویاند وايي چې افغانستان د خبرو له لارې له ګاونډیو هېوادونو سره د پوله ایزو ستونزو د هوارۍ غوښتنه کوي.

د ملي دفاع وزارت ویاند وايي چې افغانستان د خبرو له لارې له ګاونډیو هېوادونو سره د پوله ایزو ستونزو د هوارۍ غوښتنه کوي.

عنایت الله خوارزمي ویلي چې ملي دفاع وزارت له پوله ایزو نښتو څخه د مخنیوي لپاره د عملي تګلارې رامنځته کولو لپاره د هڅې په حال کې دی. ده زیاته کړې چې افغانستان له هېڅ یوه ګاونډي هېواد سره د جګړې په لټه کې نه دی نو له دې مخې، ګاونډي هېوادونه هم باید د دواړو هېوادونو ترمنځ پوله ایزو قوانیو ته درناوی وکړي. د ملي دفاع وزارت د ویاند دا څرګندونې په داسې حال کې دي چې د افغانستان پوله ساتو څو ځلې له پاکستاني او ایراني پوله ساتلو سره نښته کړې ده.په دې تړاو، تېره ورځ د پاکستان د پوځ مشر له افغانستان سره د خپل هېواد له ګډو پولو لیدنه وکړه.

تگ