په تېرو دوو ورځو کې له ایران څخه افغانستان ته نږدې پنځه زره کسان راستانه شوي دي
حوت 27, 1401 10:13 Asia/Kabul
د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي چې په تېرو دوو ورځو کې له ایران څخه افغانستان ته نږدې پنځه زره کسان راستانه شوي دي.
یاد وزارت په یوه ټوېټ کې ویلي چې دا افغان کډوال د اسلام قلعه له لارې له ایران څخه خپل هېواد ته ستانه شوي دي.کډوالو چارو وزارت په یوه بل ټوېټ کې په پاکستان کې له بندخونو څخه د شپږویشت افغان کډوالو له خوشي کېدو او سپین بولدک ته د دوی له رسېدو خبر ورکړی دی. د دې وزارت په خبره، د خوشي شویو کسانو په منځ کې، ماشومان او ښځي هم شامل دي. دا څرګندونې په داسې حال کې دي چې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمیشنرۍ په یوه راپور کې اعلان کړی چې په ګاونډیو هېوادونو په ځانګړې توګه په ایران او پاکستان کې د افغان کډوالو شمېره، آته اعشاریه دوه میلیون کسانو ته رسېږي.