حوت 22, 1401 10:27 Asia/Kabul

د هرات ولایت د اسلام کلا پوله به د راتلونکي کال له پنځمې نیټې څخه څلرویشت ساعته خلاصه شي.

د طالبانو د سوداګرۍ او صنایعو وزارت سرپرست د سه شنبې په ورځ دوغارون بندر ته د خپل سفر په ترڅ کې خبریالانو ته ویلي چې د افغانستان او ایران ترمنځ د سوداګرۍ او ټرانزیټ د ښه والي لپاره هڅې روانې دي.نورالدین عزیزي ټینګار کړی چې موږ د دواړو ګاونډیو هېوادونو ترمنځ د ښه ګاونډیتوب او سوداګرۍ د عملي کولو په برخه کې د پاتې ستونزو د حل لپاره د ایراني او افغان سوداګرو له تجربو څخه د استفادې په لټه کې یو.د اسلام قلعه ـ دوغارون لاره د افغانستان او ایران تر منځ یو له سترو سوداګریزو لارو څخه ده.پر دې لارې هره ورځ سلګونه سوداګریز او مسافر وړونکي موټر تګ راتګ کوي چې هر کال شاوخوا یو نیم میلیارد ډالر صادرات هم ترسره کېږي.

تگ