حوت 22, 1401 10:19 Asia/Kabul

د امریکا د کلیفورنیا ایالت چارواکو د توپان له امله د دغه ایالت له بېلابېلو سیمو څخه له لسو زرو د ډېرو اوسېدونکو د ایستلو اعلان کړی دی.

د کالیفورنیا ایالت د بیړنیو خدماتو د دفتر مشرې نانسي وارډ ویلي چې له زیانمنوونکو سیمو څخه د خلکو د ایستلو لړۍ اوس په بشپړه توګه روانه ده.د دغه ایالت لږ تر لږه څلور دېرش سیمې او ښارونه د سخت توپان له خطر سره مخ دي.د تېر کال په ډسمبر میاشت کې په دغه ایالت کې د هوا د تودوخې له امله شاوخوا شل کسان ووژل شول.په امریکا کې ګڼو مدني فعالانو او رسنیو د جوبایډن حکومت د کړکېچ د مدیریت او کنټرول په برخه کې په کمزورتیا او ناسم مدیریت تورن کړ.

تگ