حوت 10, 1401 10:53 Asia/Kabul

د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت نشراتي مرستیال ، د رسنیو د ستونزو حل د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له لومړیتوب څخه دي.

د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت نشراتي مرستیال ، د رسنیو د ستونزو حل د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له لومړیتوب څخه دي. مولوي مهاجر فراهي ننګرهار ته د سفر پر مهال د دغه ولایت ژورنالیستانو سره د غونډې پر مهال دغه موضوع مطرح کړه.فراهي وویل : سرپرست حکومت ټولو دولتي او خصوصي رسنيو ته چې اسلامي ارزښتونو، افغاني عنعناتو او د هېواد ملي ګټو ته درناوى ولري، د خپرونو او فعاليت حق ورکړى دى.فراهي د رسنيو د ستونزو هوارول د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له لومړيتوبونو څخه وبلل او زياته يې کړه، چې له دې وروسته به د رسنيو او مطبوعاتو ستونزې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له خوا حل کېږي او هېڅوک د دې حق نه لري د خبریالانو ته ستونزې جوړې کړي

تگ