امیرخان متقي:لویدیځ له افغانستان څخه د متخصصو ځواکونو د تیښتې لامل شو
امیرخان متقي د دیني عالمانو په مشورتي غونډه کې چې په زابل ولایت کې جوړه شوې وه وویل: افغانستان انجینرانو، ډاکټرانو، ښوونکو او نورو متخصصینو ته اړتیا لري.
امیرخان متقي د دیني عالمانو په مشورتي غونډه کې چې په زابل ولایت کې جوړه شوې وه وویل: افغانستان انجینرانو، ډاکټرانو، ښوونکو او نورو متخصصینو ته اړتیا لري. هغه وويل، چې که دغه متخصصين شتون ولري، افغانستان کولاى شي د نړۍ له نورو هېوادونو سره سيالي وکړي.هغه همداراز ټینګار وکړ، چې یرغلګرو غوښتل د افغانانو تر منځ نفاق او دښمنۍ رامنځته کړي، خو د افغانستان سرپرست حکومت د هغوی په شنډولو سره د هغوی شوم پلانونه شنډ کړل.له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو تر وتلو وروسته د دوی لسګونه زره همکاران هم له دغه هېواده ووتل.طالبانو پر دې مسئلې نیوکه وکړه او اعلان يې وکړ چې لويديځ هېوادونه په قصدي توګه له افغانستانه کارپوهان باسي، څو دغه هېواد له يوه موثر ځواک پاتې شي.