حوت 10, 1401 10:40 Asia/Kabul

هرات کې پنځه تنه د نشه يي توکو او وسلو د پلورلو په تور ونيول شول

د هرات ولايت د طالبانو د امنيې قوماندانۍ له نشه يي توکو سره د مبارزې مديريت په يوه خبرپاڼه کې ويلي چې دغه کسان تېره ورځ د نشه يي توکو او الکولي مشروباتو د خرڅلاو او نيولو او همدارنګه د پوځي وسايلو د کارولو په تور نيول شوي دي.د خبرپاڼې له مخې؛ له نیول شویو کسانو څخه پنځه لاسي بمونه، یوسلو یو دېرش د کلاشینکوف مرمۍ، پنځه شپېته میله کلاشینکوفونه، نه ویشت کیلو چرس، شپاړس لیتره کشمش، پوځي تجهیزات او نشه يي توکي ترلاسه شوي دي.په خبرپاڼه کې راغلي دي چې دغه کسان دا مهال د طالبانو تر څارنې لاندې دي او دوسیې یې د پریکړې لپاره د هرات ښار ابتدایه محکمې ته سپارل شوي دي.

تگ