کهر:هېواد کې د ناامنیو زیاتوالی له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو پایله ده
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر وايي، په هېواد کې د ناامنیو وروستی زیاتوالی له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو مستقیمه پایله ده.
حنا رباني کهر په خپله وروستۍ مرکه کې ویلي، چې ناټو په افغانستان کې خپله شل کلنه جګړه نیمګړې پرېښوده او له پلان پرته له هېواده ووتل او دې کار د سیمې پر امنیت ناوړه اغېز کړی دی.هغه زیاته کړې چې د افغانستان له پولو څخه د ترهګرۍ خطر او ګواښ د پاکستان له لوري دی او د طالبانو له ژمنو سره سره بیا هم دغه ګواښونه نه دي کنټرول شوي. رباني زیاته ویلي چې د ترهګرۍ د ګواښ د مخنیوي لپاره اسلام اباد له طالبانو سره په اړیکه کې دی چې دغه ګواښونه کنټرول کړي.په همدې حال کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر هم له افغانستان څخه د سیمې او نړۍ هېوادونو ته د ترهګرۍ د خپرېدو د ګواښ په اړه خبرداری ورکړی و، خو دا څرګندونې د طالبانو د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزارت له توند غبرګون سره مخ شوې.