حوت 03, 1401 10:21 Asia/Kabul

د طالبانو د مالیې وزارت پرون اعلان وکړ چې د روان هجري لمریز کال په یوولسو میاشتو کې یې د هېواد له ګمرکونو څه باندې سل میلیارده افغانۍ راټولې کړې دي.

دغه وزارت ادعا کړې، چې د افغانستان د ګمرک په تاریخ کې دغه اندازه عواید بې سارې دي.د مالیې وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د اسلامي امارت تر واکمنۍ مخکې د هېواد د ګمرکونو کلني عواید له دوه اویا میلیاردو افغانیو څخه زیات نه وو.دغه وزارت ټینګار کړی چې په داسې حال کې چې د حکومت له خوا د لومړنیو خوراکي توکو ګمرکي تعرفه اته شپېته سلنې ته راټیټه شوې ده. خو د مالي کال تر پای ته رسېدو مخکې د ګمرکونو عواید سل میلیارد افغانیو ته رسېدلي دي.د مالیې وزارت وايي، د ګمرکونو په عوایدو کې بې ساري زیاتوالی ښيي چې ګمرک ته مسلکي او ژمن کارکوونکي ګمارل شوي، د فساد کچه صفر ته رسېدلې او د ګمرکونو په چارو کې بشپړ شفافیت رامنځته شوی دی.د مالیې وزارت د څوارلسوه او یو مالي کال ټوله بودیجه دوه سوه یو دېرش میلیارده افغانۍ ټاکلې وه، چې له دې جملې څخه دوه سوه درې میلیارده افغانۍ عادي بودیجه او اووه اعشاریه نهه میلیارده افغانۍ پراختیايي بودجه ده.

تگ