حوت 03, 1401 10:12 Asia/Kabul

طالب چارواکي وايي، چې په تورخم کې کومه نښته نه ده شوې، خو بیا هم؛ د دې لارې دروازه تړل شوې ده.

طالب وياند ذبيح الله مجاهد وايي، چې د تورخم په لاره کې ستونزې شته، چې بايد هوارې شي، خو د جګړې خبر حقیقت نه لري.هغه ټینګار وکړ، چې په دې دروازه کې یو شمېر سیمه ییزو چارواکو شکایتونه کړي، چې حکومت ورته لاس رسی کوي.د طالبانو ویاند ویلي چې په دغه دروازه کې له ناروغانو او د هغوی له ملګرو سره د ناوړه چلند راپورونه ورکړل شوي او له همدې امله به تورخم تر بلې خبرتیا پورې تړلی وي.مجاهد وايي چې د دې مسلې د حل لپاره هڅې روانې دي.د دوشنبې په ورځ پاکستاني خبریالانو په ټولنیزو شبکو کې د ځايي چارواکو په حواله د تورخم د شخړې ویډیويي انځورونه خپاره کړل.پاکستاني رسنۍ وايي، وروسته له هغه چې پاکستاني پولیسو یوه افغان ناروغ ته د دروازې له لارې د تېرېدو اجازه ورنه کړه، طالبانو يې په غبرګون کې د تورخم دروازه وتړله.له دې پېښې وروسته طالبانو د هر ډول تګ او راتګ پر مخ دروازه وتړله او د اعتراض په توګه یې ډزې وکړې.ویل کېږي چې په دې پېښه کې یو پاکستانی سرتېری ټپي شوی هم دی، خو د طالبانو سرپرست حکومت بیا پر دې پوله د هر ډول نښتې رامنځته کېدل رد کړي دي.تورخم یو له سترو سوداګریزو بندرونو څخه دی چې د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې موقعیت لري.

تگ