حوت 03, 1401 10:09 Asia/Kabul

ځینې خبري سرچینو د پلازمینې په دویمه امنیتي حوزه کې د یوې چاودنې خبر ورکړی دی.

د عیني شاهدانو په وینا؛ نن سهار شاوخوا لس بجې د کابل ښار د دوهمې امنیتي حوزې اړوند د ابوالفضل زیارت ته څېرمه د درنې چاودنې غږ واورېدل شو.دغه زیارت ته څېرمه د دفاع وزارت هم موقعیت لري. او تر اوسه څرګنده نه ده چې د دې چاودنې هدف کوم شخص یا ځای و.د کابل د امنیه قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ وايي، نن سهار شاوخوا لس بجې د کابل ښار د دویمې ناحیې اړوند سیمه کې پر یوه موټر د چسپکي ماین چاودنه رامنځته شوې چې له امله یې چاته ځاني زیان ندی اوښتی.په کابل کې د طالبانو د پوليسو وياند وايي چې په دې اړه څيړنې پيل شوي دي .تر اوسه کوم کس یا ډلې د دغه چاودنې پړه پر غاړه نه ده اخیستې.

تگ